د ستراتیژۍ بل ډول درهبر او مدیر کړه وړه دي
دکتور طاوس وردک دکتور طاوس وردک

شپږمه برخه
 
وايي جنګ علم نه دی بلکه جنګ هنر دی یا د وسلو او محاربوی تخنیک استعمالولو او مدیریت کولو هنر ته صنعت جنګ ویل کیژي ،د هر جنګ تر شاه خلک - اقتصاد - مورال - قوي لوژستیک دخلکو عقاید ،رسوم او عنعنات - فرهنګ - ملي بیرق - اساسي قانون هغه شیان دی چې د جنګ ( زور یا قوت ) تشکیلوي او رهبري کوي ېې .
رهبر څوک دی یا چا ته وايي :-
هر هغه څوک چې ارام فکر - ارام اعصاب - او ښه تمرکز فکري - او همدا رنګه لویه حوصله او دپراخ دید خاوند او همدا رنګه ملي صبغه ولري او د لوی بحران د حل کولو دقیقه لارښونه وکړي او هر څه دقیق مدیریت کړي هغو ته رهبر ویل کیژي ، رهبر تل راهګشای - خلاق - تیورسن - عقل کل -  قوی مبلغ - بی ترسه - ترًقي پسند - مردم دوسته -  د ټولو تر مخ روان او سرغنه وي ، چې ما په ډیر تاسف سره دغه ۲۲ کاله د مجاهدینوپه اسلامی تنظیمو او د طالبانو په رهبرانو او قوماندانانو کې پیدا نه کړو او ومې نه لیدو مثلا دکتور نجیب ا لله د شهنواز تڼي په کودتا کې ډیر دقیق کنترول او قومانده او تمرکز فکري په کار واچولو او د شهنواز تني کودتای ېې شنډه کړه ، یا هغه وخت چې ګلبدالدین حکمتیار د پا کستان د کوماندو ګانو په مرسته په جلال اباد تعرض وکړو او د خلقیانو ډیر کسان ورته تسلیم هم شول نو دکتور نجیب ا لله د ( نبي عظیمی - اصف دلاور - حسام الدین حسام - جنرال یونس -) او یو تعداد نورو افسرانو په قهرمانه تدبیر او میړانې سره د حکمتیار او پاکستان د کوماندو ګانو جرړې وایستلي او دیوه سره د شمیل علواندازو په استعمالولو سره خوله ماتونکۍ ځواب ورکړل شوو نو دغو ته واي دقیق مدیریت او رهبري .
مدیر:- هغو چا ته ویل کیژی چې دقیق پلان جوړ کا - تقسیم او قات ترتیب کا - دوظایفو ویش معلوم کا - او په وظایف کنترول ولري -او هر څه تر نظر لاندې ولري هغو ته مدیر وايي . 
 مثلا  .
 ----- رهبردی -----
معاونین ېې دی
مشاورین ېې دی
دادارو مامورین دی 
مستخدمین او اجیران دی
دهیواد عام خلک دی
-------------------------------------------------------------------------
او په نظامی برخه کې لږ څه فرق لري 
سرقوماندان اعلي( ریس جمهور)
وزیر دفاع
دوزیر دفاع معاونین
لوی درستیز( قراګاه ېې ) 
 دقول اوردوقوماندانان  
 دفرقې قوماندانان  
دلوا قوماندانان 
دغنډو قوماندانان  
دکنډکو قوماندانان 
دټولیو قوماندانان 
دبلوک قوماندانان
ددلګي قوماندانان 
------------------------------------------------------------------------------------
جنګونه د داسې انسانانو نه رهبر جوړوي چې هیڅ تصور ېې نه کیژی مثلا یاسر عرفات د چریکي جنګو په در شل کې یو رهبر شوو ، ماووتسیدونګ د چریکی جنګو په جریان کې رهبر شوو ، فیډل کاسترو د چریکي جنګو په جریان کې رهبر شوو ، او جنرال دوستم د جبحوي او چریکي جنګو په جریان کې رهبر شوو ، ددې نه څوک انکار نه شي کولای ، رهبران تر هغو وخته چې د ادارې احساس ونه شي معاونینو ته ضرورت نه لري او کله چې اداره را منځ ته کیژی هلته معاونینو ته ضرورت دی ځکه هر برخه باید یو معاون ولري .
داسې کسان چې د جنګ په جریان کې رهبران شول نو که بیا د اداري وظایفو زمه په غاړه واخلي شاید یو تعداد ېې د اداري کار دعهدی نه ونه وزي ځکه اداره بیا ځانته فورمول او علیحده قوانین ، خاص مشخصات او نورمونه لري چې رهبرانو هغه نه دی لوستي هلته ( منجمنت دی - دخلکو اداره او کنترول دی - حسابدهی ده - په مختلفو الاتو او ماشینو بلدیت درلودل دی او دولت داري ده او دولت داري یعنې ( مکلفیت او مسولیت دی )  او ډیر نور ،نو بیا د ریاست مقام ته هر سړۍ نه شي کاندیدیدلای لکه همدا نن چې پرونیو ( باسیواده او بیسیواده - توپک سالار - جنګ سالار - تروریست - قاتل -رشوت خواره - غاصب - غله د ریاست جمهوري دمقام له پاره ځانونه کاندید کړي دي ، په تاسف سره چې په قانون کې نه دی تسجیل شوي چې دریاست جمهوری له پاره باید هغه څوک ځانونه کاندید کا چې اقلا ( دکتورا په اقتصاد یا سیاست یا حقوقو یا ارکانحرب نظامی ولري ) ځکه دریاست جمهوري له پاره علمي او سیاسي تخصص په کار دی او دولت دارې د هر چا کار نه دی ( ترکاني دبیزو کار نه دی )  .
که د انسان مغز مدنظر ونیسو هلته دغه لاندې شیان را پیدا کیژي:
- د انسان صحي حالت.
- دانسان فامیلي مشکلات
- د انسان رقیبان
- اقتصاد
- روابط ېې د امر سره 
- دهمسایه ګانو سره مشکلات 
 د ادارې په مواردو کي علماوو لیکلي چې د انسان په  ماغزو کې  هره ورځ ۴۶۰۰۰ مختلف پرابلمونه خطور کوي نو اوس ښه مدیر هغه دی چې اقلا  د ۸ نه بیا تر ۱۰ مشکلاتو پورې وارسي وکړۍ شي ، ځکه ده ، د اداري تعلیماتومدیرت کړۍ دي یعنې ده (( تقسیم او قات جوړول زده کړي- ده تقسیم د وظایفو زده کړۍ- دده دموضوعاتو درجه بندي او اولیتونه زده دي )) بیدون له مدیرت نه اداره او نظام ړنګیژي ،کله چې رهبر تشکیل پیدا کړو نو دهغو تشکیلاتو د ادارې له پاره مدیریت ته ضرورت دی ا کثرا رهبران دمدیریت قوت او لیاقت نه لري مثلا سویتا ګاندي  د هندوستان صدراعظمه انتخاب شوه خو د مدیریت حوصله ېې په ځان کې نه لیدله نو ېې خپله وظیفه ( مهمانسنګ ) یوه سک ته ورکړه اودا حاضره نه شوه چې مدیریت وکا ،یا ربانی دیوه سره ټوله اداره احمد شاه مسعود ته ور وسپارله چې هم مسعود او هم ربانی دواړه په خپل رنګ کې کوټ وخوړو او ناکام شول ځکه دیوه هم ساده صادره او وارده نه وه زده څه خاصه چې دخلکو رهبري وه ، یا دکتور نجیب ا لله اداره یوې بیطرفه پنځه کسیزې کمیټي ته وسپارله او ده ونه شوای کولای تر اخره پروسه مدیریت کا .
زموږ په هیواد او ځنو نورو هیوادو کې هم د رهبرانو فکر او عقل یو ځلې تغیر کا ((یعنې هغه تغیر ددوو حالتو نه خالي نه بولم )) ، لکه څنګه چې دادارې او منجمنت سره بلد نه وو او هر هغه څوک چې مخکې ېې اداری کار نه وي کړي او هلته ډیر تخنیکی کارونه او هغه مقررات او قواعد چې داداری له پاره ضروردی ددوی نه وو زده نو دوی مدیریت ونه شوای کولای او ناکام شول لکه د کرزې حکومت او وزیران ېې ( ترکاني دبیزو کار نه دی - دولت داری د مجاهد او طالب کار نه دی )) ځکه دولت داری صرفه میر یا احادیث نه دی بلکه قوانین - مقررات - اداره - محاسبه - ساینس او تخنالوجي ده - تفتیش - او سیاست دی ، دلکارنګي لیکي ( هو ټو وین فرینډ انډفرینډ شیپ انډ پلورنسي )هر چا چې قرار داد اجتماعی نه وي لوستۍ هغه مدیریت نه شي کولای ځکه دولت داری( مکلفیت او مسولیت) ته وايي .
د ستراتیژۍ مخترع چیناي ( سانزو ) لیکي که مو دشمن دقیق وپیژندلو او ځان مو هم وپیژندلو ،نو د جنګ په میدان کې برۍ ستاسې په برخه دی ، او که مو دشمن وپیژندو او ځان مو ونه پیژندو نو بیا دهر بري په مقابل کې یو شکست شته دی ،او که مو ځان وپیژندلو او دشمن مو ونه پیژندلو بیا هم دایمي برۍ نشته بیا هم د شکست منتظر ووسۍ نن هم وطندارانو بیدار ووسۍ چې اصلی دشمن غرب دی ځکه دوی طالبان ووهل - دوی بیرته طالبان په تاسې را غبرګ کړل او تر غاشو ېې مسلح کړل او د پاکستان سره هیڅ ډول دشمنی نه لري بلکه پاکستان ته تر موږ نه ډیرې پیسې ورکوي ، طالبان ددوی په امر او وسلو تاراومار شول او په دشت لیلې کې ژوندي خښ شول خو نن ېې په تاسې در پلمه کوي او زموږ تاریخی اونه پخلا کیدونکۍ دشمن هم پاکستان او ایران دی که تاسي دغه دواړه دشمن هیوادونه ښه وپیژنۍ او ورنه وډار شۍ نو هرومرو برۍ ستاسې په برخه دی او که مو هرڅه بیا امریکا ته ور پریښول چې (( تعز من التشا او تزالمنتشا ) دواړه د  امریکا یانو له طرفه دي او دهر شي حل او دهرې فیصلی حل امریکا ته ورکوۍ او خپل جیلب هم امریکایانو ته ورکوۍ نو بیا ځان افغان مه بولۍ ، نو بیا تباه کیژۍ  .
ادامه لري :-





October 25th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
علمي و معلوماتي